IQNA

 له مستکبرانو سره دایمي مبارزه ، د حق د پرمخ بیوللو  لازمه

10:37 - March 10, 2024
د خبر لمبر: 3488854
ایکنا- د نساء سورې ۷۴آیت  دا پیغام لری چې د باطل جبهه به  دحق دجبهې له خوا له دوامدارې مبارزې سره  له شاتګ پرته  بله چاره ونه لري او دتاریخ په اوږدو کې  همدغه دایمي مبارزه ده چې د حق د جبهې  یاران زیاتیږی او  د الهی آزموئنو د پراختیا سبب شوي.

ایکنانیوز  راپور راکوي،د اسلامی انقلاب معظم لارښود د رهبرۍ د خبرګانو د شورا له  مشر او استازو سره په کتنې کې  د خپلې وینا په یوې برخې کې  د بقرې سورې په ۲۷۹ آيت ، د نساء سورې په ۷۶ آيت  او د ممتحنه سورې په ۸ آيت باندې په استناد سره  خبرې وکړې.

په دغه مطلب کې د  نساء سورې  له ۷۶آيت سره اړونده  ټکو اوتفسیرونو  بیانولو ته مخه کوو.

د اسلامی  انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي ددغه آیت په استناد سره  وفرمائيل؛  دهغه حکومتي کار اساس، چې د دین  او د اسلام په اساس  راپورته کیږي؛ لا تَظلِمونَ وَ لا تُظلَمون»‌ دی ، د هغه د کار اساس ، له ظالم سره مقابله ده ، له ظالم سره مبارزه ده ؛ اَلَّذینَ آمَنوا یُقاتِلونَ فی‌ سَبیلِ ‌اللَه.»

د آیت متن داسې دی.؛ الَّذِينَ آمَنُوا يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالَّذِينَ كَفَرُوا يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ الطَّاغُوتِ فَقَاتِلُوا أَوْلِيَاءَ الشَّيْطَانِ إِنَّ كَيْدَ الشَّيْطَانِ كَانَ ضَعِيفًا»

؛ هغه  کسان  چې ایمان ئې ر اوړی دی ، دخداي په لاره کې مبارزه کوي، او هغه کسان چې کافر شوي دي، د طاغوت په لاره کې جنګیږي. پس  د شیطان له لښکر سره وجنګیږئ چې (په نهایت کې )د شیطان چلول کمزوری دی.::

خداوندمتعال په دغه آیت کې  د مجاهدینو ته د شجاعت د ډالۍ کولو او له دښمن سره مبارزې ته د دوي  دهڅولو لپاره  او دغه راز د مجاهدینو د ادافو اوصفونو د مشخص کولو لپاره داسې فرمائي؛  ایماندار کسان دخداي په لاره کې او په هغه څه کې چې  دخدای د بندګانو په ګټه وي ،هڅه اوزیار کوي ،خو  بې ایمانه کسان د  طاغوت په لاره کې ،یعني  ویجاړونکي قدرتونه.

 یعنی په هرحال  کې  ژوند له مبارزې  خالی نه دی ، منتها  یو شمیر کسان دحق په لاره کې او ځیني هم د باطل او شیطان په لاره کې هڅه کوي. د اسلامی انقلاب معظم لارښود هم په خبرو کې په دغه آیت باندې  په استناد سره د تاریخ په   اوږدو کې د حق په لاره کې د مبارزې د اهمیّت په باب وفرمائيل؛  ټول پیغمبران د زر او زرو له خاوندانو سره ، د عالم له مستبدانو سره ، د دنیا له سرزورو سره  مخامخ شول  او له دوي سره ئې مبارزه وکړه.  د  د حق له مبارزې پرته ،باطل  شاتګ ته نه مجبوریږي، دا چې بشریّت د بشر د تاریخ له اوله تر نن پورې  ورځ تر بلې  له الهی معارفو سره نزدې شوی او لا نزدې کیږی، د مبارزې په خاطر ده . ځکه حق باید  مبارزه وکړی ، ؛ الَّذینَ آمَنوا یُقاتِلونَ فی سَبیلِ اللَّهِ وَالَّذینَ کَفَروا یُقاتِلونَ فی سَبیلِ الطّاغوتِ؛  له ظالمانو ،له سرزورو او د بشریّت  بدغوښتونکو سره  له مبارزې پرته  حق په وړاندې نشي تللی ومبارزه لازمه ده  او پیغمبرانو دغه کار کړی دی  له مستکبرانو، مستبدانو او سرزورو سره  او دبشر بدغواړو او ظالانو ااو ستمګرانو سره  ئې مبارزه کړې ده  او توحید، ددغې  مبارزې  اصلي کرښې  او اصولو او کلیاتو ضمانت کونکی دی

( د ۱۳۹۷لمریز کال  د فروردین  دمیاشتې په ۲۵نیټه د اسلامی نظام له مسئولانو او داسلامی هیوادونو له سفیرانو سره په کتنې کې د اسلامی انقلاب معظم لارښود وینا څځه اقتباس)

https://iqna.ir/fa/news/4204264

captcha